اوباما نن چین ته خپل سفر پای ته رسوي

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما نن په چین کي خپل سفر پاي ته رسوي او د چین له صدراعظم وین ژیاباو سره په غونډې کي به د اقتصادي او سوداګریزو مسلو په اړه خبرې وکړي.

تمه ده چی جمهور رییس بارک اوباما به له ژیاباو سره په کتنې کی د چین د اسعارو د ټیټ ارزښت په اړه د امریکا اندیښنې څرګندې کړي.

ټیټ یوان، سوداګرۍ او نړیوال اقتصادي سیستم بي لارې کوي. چین به هم په خپل وار د ټایرونو او پولادو د محصولاتو پشمول، ددي هیواد په صاداراتو باندی د امریکا له خوا د ګمرکی تعارفو د وضعه کولو په اړه خواشیني څرګنده کړي.

جمهور رییس بارک اوباما د سې شنبې په ورځ د چین له جمهور رییس هوو ژینتاو سره وکتل او دواړو مشرانو ژمنه وکړه چی د نړیوال اقلیم د بدلون، د شمالي کوریا او ایران د هستوي پروګرامونو په مسلو کي به یو له بل سره همکاری وکړي.

جمهور رییس اوباما د تیبت پشمول په چین کی د بشري حقونو په اړه د امریکا اندیښني هم بیان کړي.