سلواکیا به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره دوه برابره کړي

د سلواکیا صدراعظم رابرت فیکو او د انګلستان صدراعظم ګورډن براون په یوې ګډې اعلامیې کي ویلي، سلواکیا به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر پنځه سویو ته پورته کړي.

ګورډن براون د سلواکیا د صدراعظم د دې پریکړې هر کلی کړی.

په ګډې اعلامیې کی دغه راز ویل شوي، چې سلواکیا به د خپلو سرتېرو د ځای په ځای کېدو په اړه ځیني لګول شوي بندیزونه هم لیرې کړي.

د سلواکیا صدراعظم رابرت فیکو د سې شنبې په ورځ له براون سره د کتنې او خبرو په مقصد لندن ته تللی وو.