د کابل ښار دنه په باروړنکي موټرو پر ننوتو بندیز ولګید

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې تر دې وروسته به درنو باروړونكو موټرو ته د كابل ښار دننه اجازه ورنه كړل شي.

د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه پریکړه يې د كابل په ښار كې د ګڼې ګوڼې د كمولو په هدف كړې ده.

په اعلاميه كې له سوداګرو څخه غوښتل شوي دي، چې د كابل ښار دروازو ته په رسېدو سره سم دې په جوړوشويو ګدامونو كې خپل مال كوز كړي او بيا دې د وړو موټرو په واسطه ښار ته ننباسي.