د لیندۍ په لومړۍ به ښوونځي بېرته پیل شي

د افغانستان د پوهني د وزارت چارواكي وايي، چې د لیندۍ یا قوس د مياشتي له لومړي نيټې څخه به په ښونځيو كې درسونه بېرته پيل شي.

د پوهني د وزارت مرستيال محمد صديق پتمن ازادي راډيو ته وويل، چې په سرړو سيمو كې به د قوس په لومړي نېټه ازموينه واخيستل شي او په ګرمسيرو سيمو كې به استادان زده كونكو ته په منظمه توګه تدريس كوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواكي وايي، چې دا تصميم يې په هېواد كې د روغتيايي وضعي د ښه كېدو پر بنسټ نيولی دی.