د بريتانيا صدراعظم ګورډن براون د جمعې په ورځ وويل د افغانستان د جګړې متحدين يې هڅولي، چې په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جګړې لپاره پنځه زره پوځيان ولېږي.
براون هيله وښوده، چې د امريکا ولسمشر به د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټن لي مک کرسټل وړانديز ومني او افغانستان ته به اضافي پوځيان ولېږي.
خو براون د ناټو له نورو غړو هېوادونو څخه هيله وکړه، چې مرسته دې وکړي.