ګورجستان خپل ۱۳۰ سرتیري افغانستان ته راستوي

ګورجستان به په افغانستان کې د ناټو د ملاتړ لپاره خپل لومړني سرتیري واستوي.

د ګورجستان د دفاع وزارت ویاند لیوان پاپاسکري وویل، چې ګورجستان به خپل یوسلو دېرش سرتیري د فرانسې تر قوماندې لاندې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د ملاتړ لپاره افغانستان ته واستوي.

د ګورجستان د دفاع وزارت همدا راز وویل، له سلو څخه زیات امریکایي عسکر د ګورجستان سرتیري روزي، چې په راتلونکي پسرلي کې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترقوماندې لاندې ماموریت ترسره کړي.

ګورجستان تر دې مخته خپل دوه زره سرتیري د امریکايي ځواکونو
په مشري عراق ته د خدمت لپاره استولي وو.