راسموسن: نړیواله ټولنه باید افغانستان ته روزونکي سرتیري واستوي

د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن وايي، افغانان غواړي، چې راتلونکی کال د خپل هېواد د امنیت ساتنې مسوولیت په غاړه واخلي.

خو راسموسن، د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له غوندې مخته وویل، د دې کار لپاره نړیواله ټولنه باید لومړی نور روزونکي او سرتیري افغانستان ته واستوي.

د اروپايي اتحاديې مقامات نن په بروسل کې د افغانستان د وضعې په اړه دوه ورځینۍ غونډه جوړوي او د دې اتحادیې د پراختیایي چارو وزیران به د افغانستان وضعه وڅیړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو کمیشنره بیتینا فیری رو والدنر په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، اروپایي اتحادیه تمه لري، چې د
افغانستان ولسمشر حامد کرزی به تر خپل دوهم وار ټاکل کېدو وروسته د خپل حکومت د ادارې چارو په اصلاحاتو کې جدي اقدامات وکړي.

اروپایي اتحادیې د خپلې اکټوبر میاشتې په غونډه کې وویل، دغه اتحادیه به په افغانستان کې د ملکي ماموریت د غښتلي کولو لپاره ډیر کار وکړي.

د اروپایي اتحادیې مقامات وایي، د روان کال تر پایه به په کابل کې د مرستندیو هیوادو یوه نړیواله غونډه جوړه کړي.