د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې كاناډا له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام په اړه يو ځل بيا ډاډ څرګند كړي.
د بهرنيو چارو د وزارت وياند، احمد ظاهر فقيري ازادي راډيو ته وويل، چې د كاناډا سفير په كابل كې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ډاكټر رنګين دادفر سپنتا سره په يو لېدنه كې يوځل بيا ډاډ وركړ، چې هېواد به يې په افغانتسان كې د تروريزم پرضد د مبارزې او دافغانستان د بيارغونې له بهير سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.
كاناډا له افغانستان سره يو له هغو سترو مرستندويه هېوادونو څخه دی، چې تقريبا ۲۸۰۰ سرتيري يې په افغانستان كې دېره دي، چې زياتره يې په كندهار كې دي.
خو د كاناډا حكومت ويلي دي، چې د دغو سرتېرو ماموريت به د ۲۰۱۱ ميلادي كال تر پايه پورې پای ته ورسيږي.