د جرمني د دفاع وزير په كابل كې له خپل افغان سيال سره تر كتنې ورسته ازادي راډيو ته وويل، چې دوى به افغانستان لپاره خپلو مرستو ته دوام وركړې، خو په دغه هېواد كې يې د خپلو عسكرو د ډېرولو په اړه څه ونه ويل.
فون ګوتنبرګ دغه شان وويل، چې د جرمني حكومت نوى جوړ شوى حكومت دى او په افغانستان كې به د جرمني سرتيرو د شتون پر سر د بحثونو پايلې هم تر راتلونكو درې اونيو پورې روښانه شي.
دغه شان د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ خبريالانو ته وويل، چې د دوى همشنۍ غوښتنه د ملي اردو د ځواكونو سمبالول او پياوړي كول دي، څو دوى وكولاى شي خپل مسووليتونه په خپله ترسره كړي.
د ښاغلي وردګ په وينا دغه خبره يې د خپل جرمني سيال سره په ليدنه كې هم ياده كړه.
جرمني په افغانستان كې له څلور زرو څخه زيات عسكر لري، چې اكثره د افغانستان په شمال كې ميشت دي.