اوباما لا پرېکړه نه ده کړې، چې افغانستان ته نور عسکر واستوي او کنه

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون له خپلو لوړرتبه پوځي قوماندانانو سره وکتل او د افغانستان لپاره پرنوې ستراتیژۍ یې ورسره خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وایي، اوباما په دې اړه، چې ایا افغانستان ته د وسله والو طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره تر څلویښت زرو پورې نور عسکر واستوې که نه؟ یوې پریکړې ته نږدې شوی دی.

دا دافغانستان د ستراتیژۍ د څېړلو په اړه له خپلو پوځي او سیاسي لوړ رتبه سلاکارانو سره د اوباما اتمه غونډه وه.

د افغانستان په اړه د ستراتیژی د څیړلو سره سم په امریکایانو کې له دغې جګړې ملاتړ مخ په کمېدو دی او هم ډېري امریکایان د دې جګړې په اړه د اوباما اقدامات نه تاییدوي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو پرون وویل، اوباما غواړي دا په ډاګه کړي چې له افغانستان سره به د امریکا ژمنې دایمي نه وي.

په همدې حال كې واشنګټن پوست په كابل كې د امريكا د متحده ايلاتو د سفير كارل ايكن بېري له خولې ليكلي، چې تر هغو پورې، چې افغان دولت د اداري فساد په وړاندې د مبارزې جدي نښې نښانې ونه ښيي دغه هېواد ته د نورو عسكرو ليږل د انديښنې وړ دي.