له دوو لادرکه شويو امریکايي سرتېرو نه یو وموندل شو

پوځي لامبوزنو د هغو دوو امريكايي عسكرو نه د يوه مړى موندلى چې تېره اونۍ د افغانستان په لويديځ كې لادركه شوي وو.

د امريكا پوځ وايي، چې افغان او نړيوال ځواكونه لاهم د دويم لادركه شوي امريكايي عسكر پسې ګرځي.

دا دوه عسكر د روانې ميلادي مياشتې په څلورمه نېټه د تركمنستان پولې ته څېرمه په بادغيس ولايت كې په داسې حال كې لادركه شول، چې له هوا نه يې د غورځول شويو لوژيستيكي موادو د موندلو هڅه كوله او په سيند لاهو شول.

د دغه لټون په مهال په سيمه كې له وسلوالو سره سخته نښته هم شوې وه.

افغان او امريكايي چارواكي اوس په دې اړه څيړنه كوي، چې د ناټو ځواكونو هوايي حمله خو به په سيمه كې د افغان سرتيرو او پوليسو د مرګ ژوبلې لامل نه وي ګرځيدلي.