عراق په بغداد کې پر دولتي ودانیو د بریدونو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو د استازي غوښتنه وکړه

د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زيباري په ملګرو ملتونو فشار اچولی چی په بغداد کې په حکومتي ودانیو باندې د وروستیو بمي حملو د څیړني لپاره دې یو لوړ پوړی نړیوال استازی موظف کړي.

پدی چاودنو کې په سلګونو ملکیان مړه او ټپيان شوي وو.

زیباری د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته په یوه نوي لیک کې لیکلي، ددې حملو هدف دا و چې د عراق حکومت له پښو وغورځوي تر څو په هیواد کی روانه سیاسي ډموکراټیکه عملیه شنډه شي.

زيباری ویلي، د اکتوبر د میاشتي بمی چاودنو کي له ۱۵۰ څخه زیات کسان وژل شوي او له ۷۰۰ څخه زیات په کې ټپیان شوي دي.

عراقی چارواکی وایي حمله کوونکي په سوریه کی اډې لري