ملګروملتونو د افغان دولت نه وغوښتل، چې د ملي یووالې لپاره د کاروکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان له نوي حکومت څخه په ټینګه وغوښتل، چې د امنیت د ښه کولواو ملی یووالي د لا غښتلتیا لپاره دی کار وکړي او د اداري فساد او نشه یي موادو پر ضد دې عمل وکړي.

امنیت شورا پرون په یوې اعلامیې کی وویل، د انتخاباتو د لانجمنی عملیې پریکړه، چې حامد کرزی یې ولسمشراعلان کړ، مني خو وایي، چې د انتخاباتو سیالۍ ازادې او عادلانه نه وې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیې کی ویلي، له حامد کرزي سره کارکولو ته سترګې په لار دي او له افغان حکومت څخه په ټینګه غواړي، چې د ملی یووالي او د افغانانو د سوکاله او سوله اېز ژوند په مقصد دې سیاسي ډیالوګ راتازه کړي.

امنیت شورا وروسته له هغې دا اعلامیه صادره کړه، چې د ملګرو ملتونو عمومی منشي بانکیمون افغانستان ته د خپل سفر او په کابل کې د دې سازمان په یوه میلمستون باندې د وسله والو د برید په اړه د شورا غړیو ته معلومات ورکړل.

د کابل په برید کې د ملګرو ملتونو پنځه تنه کارکوونکی وژل شوي وو.