راپورونه وایي، د سعودي عربستان پوځي الوتکو نن د ګاونډ هیواد یمن په شمال کې د شیعه وسلوالوسیمې بمبارډ کړې. د عربستان او یمن پوځي مقاماتو تر اوسه دا پېښه نه ده تایید کړې.
د حملې راپور له هغه وروسته خپور شو، چې عربستان د سرحد په اوږدو کې د خپلو امنیتي افسرانو د وژل کېدو پړه پر وسلوالو واچوله.
د حسین په نوم شیعه وسلهوال له کلونو راهیسې د حکومتي ځواکونو په وړاندې په جګړه کې ښکیل دي، خو دا نښتې په دې وروستیو میاشتو کې سختې شوې دي.
سعودي عربستان د یمن هغې بې ثباتۍ اندېښمن کړی دی، چې په جنوب کې هم د جلاغوښتونکو له غورځنګ سره مخامخ دی او کیدای شي، چې القاعده شبکې ته په دې هیواد کې د میشتیدو اجازه ورکړي.
القاعده د سعودي عربستان پولې ته نژدې د هغې حملې مسولیت نن پر غاړه واخیست، چې له امله یې روانه اوونۍ ګڼ شمیر یمني امنیتي افسران ووژل شول.