د عبدالرسول امین جنازه به کنړ کې خاورو ته وسپارل شي

ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د پوهنې د پخوانی وزير پروفيسر عبدالرسول امين جنازه د شنبې په ورځ كابل ته راوړل شي.

عبدالرسول امين د افغانستان يو پيژندل شوى ليكوال، سياست پوه او تولنيز شخصيت و، چې د ۱۳۸۸ كال د لړم د مياشتې په نهه نيټه يې د ورپيښې شوې ناروغۍ له كبله په اسټراليا كې له نړۍ سترګې پټې كړې.

ويل شوي، چې په كابل كې به د جنازې تر مراسمو ورسته د نوموړي جنازه په كنړ كې په خپلې پلرنۍ هديره كې خاورته وسپارل شي.