کای اېډې: کرزی دې په نوي کابینه کې مثبت بدلون راولي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي وویل، چې ولسمشر کرزی باید په نوې کابینه کې له کړیو ژمنو سره سم تغییرات راولي، کنه نړیوال به ده ته شا کړي.

کای ایډې د امریکا ملکي اطلاعاتي خپرندویه ټولنې یا پي، بې، ایس ته پرون له کابله په ټیلفون وویل، چې موږ په افغانستان کې د بدلون په حال کې یو.

کای ایډې خبرداری ورکړ، چې له څو میاشتو راهیسې په نړیواله سطحه د افغانستان په اړه جدي بحثونه شوي دي، که چېرته مثبتې علامې د نوي افغان حکومت په ترکیب کې ونه لیدل شي، کیدای شي، چې د نړیوالو خبرې اترې نورې هم جدي شي او نورې هم سختې.