د حامد کرزي د بیا انتخاب په اړه افغانان څه وايي؟

ګڼ شمير افغانان د انتخاباتو د كميسيون د پرېكړې هركلی كوي او وايي كه څه هم ښه به وای، چې عبداله په انتخاباتو كې ګډون كړې وی او دوهم دور ټاكنې ترسره شوي وای خو په داسې حالت كې همدا پرېكړه ضروري وه.

د كابل ښار يو شمېر اوسيدونكو، چې له ازادي راډيو سره يې خبرې كولې وويل، د انتخاباتو د بهير يا د كانديدانو موافق يا مخالفان ټول نور ستړي شوي وو او د دې بهير وروستي نتيجې ته سترګې په لاره وو نو ځكه دوی د كميسيون د دې پرېكړې هركلې كوي.

"زما نوم محمد نبي دی، زه په دې خوشحاله یم چې د دوهم پړاو انتخابات ترسره نه شول، ځکه یو خو د ژمي موسم را روان دی او بله دا چې مصرف یې ډېر دی.
په هر صورت خوشحاله یم، چې د ټاکنو کمیسیون کرزی د ګټونکي په توګه اعلان کړ او دا پوره مشرعیت لري.

- زما په نظر که ډاکټر عبداله په دویم پړاو د انتخاباتو کې ګډون کړی وای نو ښه به وای.خو اوس، چې هغه ګډون ونه کړ، موږ بله چاره نه درلوده او زه دا تاییدوم.

- زما نوم امید ساحل دی، زه ډېر خوشحاله یم، چې ښاغلی کرزی بیا وټاکل شو.


کومه نتیجه، چې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا اعلان شوه، زه فکر کوم، چې دا د څو اړخونو نه ملت ته د منلو وړ وي، یو خو دا چې د دویم ځلي انتخاباتو یو اضافي مصرف وو او خلک هم نور زغم نه درلود."

کله چې د انتخاباتو په دويم پړاو کې د ولسمشر حامد کرزي يوازېني سيال عبدالله عبدالله له ګډون څخه ډډه وکړه، د انتخاباتو خپلواک کميسيون حامد کرزى د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان کړ.

د جمهوري رياست د انتخاباتو د لومړي پړاو نتايج د درغليو او سرغړونو د ادعاوو پر اساس دوې مياشتې وځنډول شول.

د امريکا جمهور رييس بارک اوباما له ولسمشر حامد کرزي ته د مبارکۍ د پیغام وړاندې کولو سره له ده وغوښتل، چې ډېر ژر د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره دې خپلې هڅې زياتې کړي.

په کابل کې، سیاسي او فرهنګي کړیو، جهادي مشرانو لکه حضرت صبغت الله مجددي، استاد سیاف، دیني علماوو، قومي مشرانو، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو چارواکو، سوداګرو او نورو ولایتي مخورو د مبارکۍ د بېلابېلو پیغامونو د استولو سره، هیله څرګنده کړه، چې ولسمشر به له ملت سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

ولسمشركرزي هم د نړيوالو او كورنيو هيله منديو په ځواب كې ويلي چمتو دی، چې د نړيوالو په ملاتړ او ښه همكارې سره د خلكو سره كړې ژمنې پوره كړي.

خو داچې راتلونكې پنځه كاله به ولسمشر كرزې د فساد نه څومره پاكه اداره، د سولې په راوستلو او د خلكو سره د كړو ژمنو په پوره كولو كې څومره كلكه اداره ولري په دې اړه به بيا هم خلك قضاوت وكړي.