د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وایي، په راولپنډۍ ښار کې چې پاکستاني ځواکونه هلته میشت دي، په یوې ځان وژونکې حمله کې پنځه دیرش کسان ووژل شول.
پولیس وایي، حمله کونکی پر یوه موټرسایکل سپور وو، او چاودیدونکي مواد یې یوه بانک او هوټل ته نژدې په یوې ګڼه ګوڼه سیمه کې وچاودل.
داسې څرګندیږي، چې دغه حمله د پاکستان د پوځ لخوا په جنوبي وزیرستان کې د حملو له امله د اردو مرکزونو ته نژدې شوې ده.
بل لورته تر دې حملې څو ساعته وروسته په لارهور ښار کې د پولیسو یوې پوستې ته نژدې یوه بله ځان وژونکې حمله وشوه. په دې حمله کې اوه پولیس ټپیان شول، چې د دوو یې حالت نازک دی.
د پاکستان ولسمشر اونورو مقاماتو دغه حملې غندلي، خو وایي، چې په جنوبي وزیرستان کې به پر طالبانو خپلو فشارونو دوام ورکړي.