د ولسمشر حامد کرزي د بیا انتخابېدو په تړاو غبرګونونه

د افغانستان د ولسمشر په توګه د حامد كرزي د بياځلي انتخاباېدلو په اړه د نړيوالو او كورنيو غبرګونونو لړۍ لا هم روانه ده.

د افغانستان د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر خبر وركړى، چې د امريكا د متحده ايلاتو د ولسمشر بارك اوباما، د ملګرو ملتونو د ادارې د مشر بانكي مون، د بريتانيا د صدارعظم ګورډن براوند او د پاكستان او تركيې د ولسمشرانو په ګډون د نړۍ يو شمېر رهبرانو د پيغامونو او تليفوني اړيكو له لارې حامد كرزي ته د بياځلي ولسمشرۍ مباركي وركړى او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له پرېكړې څخه يې خپل ملاتړ اعلان كړى دى.

دغه شان د حضرت صبغت الله مجددي، پير سيد احمد ګيلاني او عبدالرب رسول سياف په ګډون يو شمېر كورنيو شخصيتونو هم ولسمشر كرزي ته د بيا ځلي منتخپ ولسمشر د اعلانيدلو په اړه مباركي ويلې ده.