پاکستان وايي امریکا دې د افغانستان په اړه د ستراتېژۍ په جوړولو کې ورسره مشوره وکړي

پاکستان له متحدو ایالاتو غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتيژۍ په برخه کې له پاکستان سره مشوره وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کې د مخ پر ودې هېوادونو د غونډې په حاشیه کې وویل، د پاکستان تجربې او له دې هېواد سره د چارو په سمون کې مشوره د دې ستراتیژۍ د بریالیتوب لپاره حیاتي اهمیت لري.

ښاغلي قریشي زیاته کړه، څومره، چې د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ په چارو کې سمون وي په همغه اندازه به د سرحد په دواړو غاړو کې د وسله والو ډلو پرضد عملیات بریالي وي.