دافغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازي کای ایدی وویل، ښاغلي عبداله نن خپله پریکړه اعلان کړه چې نه غواړی د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم دور کې ګډون وکړي.
کای ایدی وویل عبداله له ډیرو بحثونو او سلا ومشورو وروسته خپل دریځ واضح څرګند کړ.
کای ایدی زیاته کړه، د ولسمشرۍ دانتخاباتو له دویم دورڅخه د عبداله له وتلو سره سره ملګری ملتونه غواړي چې دغه پروسه په قانوني توګه او په خپل وخت بشړه شي.
په کابل کې د امریکا سفارت هم د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دامریکا متحده ایالات د عبداله دپریکړې چې نه غواړي په انتخاباتو کې برخه واخلي، احترام کوي.
په بیان کې ویل شوي چې عبداله په دې ټینګار کړی چې دی د ملت لپاره خدمت کولو ته متعهد دی او د هیواد د ملی ګټو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. په بیان کې ویل شوي چې دامریکا متحده ایالات د یوه متحد حکومت د جوړیدو لپاره د عبداله د غوښتنې بشپړ ملاتړ کوي.
دامریکا سفارت ویلي چې په دې اړه اوس د انتخاباتود خپلواک کمیسیون پریکړې ته باید انتظاروایستل شي. خو په دې تاکید کوي چې متحده ایالات به د انتخاباتو د قانونې پروسې په بشپړولو کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه لوړرتبه سلا کاروالری جاریت وویل چې دافغانستان دولسمشرۍ دانتخاباتو د دویم پړاو په اړه راپورته شوی کړکیچ به د تصمیم نیولو هغه پروسه پیچلې نه کړي چې سپینه ماڼۍ له څه مودې راهیسې ددې هیواد لپاره د نوې ستراتیژۍ د ټاکلو لپاره پیل کړیده.
خووالری جاریت داونه ویل چې ایا د انتخاباتو له بهیر څخه د عبداله وتل به له دې سره مرسته وکړي چې اوباما د دې ستراتیژۍ په اړه ژر پریکړه وکړي او که به یې پریکړه لا پسې وځنډوي.
د بریتانیا صدراعظم ګورډن براوون ویلي چې ده له عبداله غوښتي چې له انصراف وروسته دې په هیواد کې د ډیموکراتیکې پروسې ملاتړ وکړي.
براون وویل دغه تصمیم واضح اوپه ډیر احتیاط نیول شوی اوزه د عبداله هغه ژمنه ستایم چې ویلې یې دي دی به په هیواد کې د ملي تفاهم په پروسه کې خپل رول ته دوام وکړي.
براون زیاته کړه زه ډاډمن یم چې دافغانستان مشران به د دغی ډیموکراتیکې پروسې له پاتې برخې سره هم خپل ملاتړته دوام ورکړي.
براوون وویل دی هیله من دی چې دولسمشرۍ دانتخاباتو له دوهم دور څخه د کرزي د سیال د وتلو د پریکړې په نتیجه کې چې کوم حکومت رامینځته کیږي هغه به دافغانستان د خلکو ارادې تمثیل کړي.
د بریتانیا صدراعظم وویل زموږ په ګډون د نریوالې ټولنې ټول څه باندی څلویښت لوبغاړي چې په افغانستان کی ښکیل دي، هیله من دي چې راتلونکی حکومت به د خلکو هیلو ته ځواب ووایي، د هیواد په ټولو برخوواک ولری اود ټولو هغو چلنجونو په وړاندې قوي اقدام وکړي چې افغانستان ورسره مخامخ دی. براوون زیاته کړه موږ هم دې ته اماده یو چې له دغسې یوه حکومت سره له نژدی کار وکړو.