د دوه زره لسم کال د ژمي د اولمپیک لوبو مشال نن کاناډا ته ورسید

دا لوبې به ددغه هیواد په وانکوفور ښار کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده، چې د اولمپیک لوبو د مشال لږترلږه دولس زره انتقال کونکې به په راتلونکو شاوخوا یوسلوشپیتو ورځو کې دغه مشال د کاناډا وانکوفور ښار ته د رسیدو لپاره د اوبو، مځکې او هوا له لارې پنځه څلویښت کیلو مټره لار ووهي.

د اولمپیک د ژمي لوبې په فبروري میاشت کې پیلیږي، چې له دولسمې تر اته ویشتمې به دوام وکړي.

دغه مشال، چې د جمعې په ورځ په یونان کې روښانه شو، د کاناډا په یوې پوځي الوتکه کې د دغه هیواد د بریټش کولمبیا ایالت مرکز ویکټوریا ته انتقال شو.