سیماسمر: عبدالله دې انتخابات د بحران خواته نه بیايي

دبشري حقونو خپلواك كميسيون له عبدالله وغوښتل چې ، انتخابات دې نه تحريموي او د خلکو د رای ورکونې حق ته دې درناوی وکړي .

په داسې حال كې چې دافغانستان دجمهوري رياست انتخاباتو ته دګوتوپه شميرورځې پاتې دي ، دا ګونګسې تودې شوې چې ګواګې عبدالله عبدالله په دویم ځلي انتخاباتو کې برخه نه اخلي .

دبشري حقونو خپلواك كميسيون له عبدالله وغوښتل چې ، انتخابات دې نه تحريموي او د خلکو د رای ورکونې حق ته دې درناوی وکړي .

دافغانستان دبشري حقونودخپلواك كميسيون ريیسې سيما ثمردشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه كې وويل چې ، پرته دانتخاباتوله دايريدو بله غوره لاره نشته :

(( له ډاكټرعبدالله عبدالله څخه مو هيله ده ، چې راتلونكې انتخابات تحريم نه كړي ، او دخلكوپرحق اورايودې باوروكړي ، اوانتخابات دې بحران ته نه وړي .
))

همدارنګه دې دانتخاباتوله خپلواك كميسيون څخه هم هېله وكړه چې ، خپلى چارې دې په دقت سره پرمخ بوزي .

ميرمن سيما سمر ، پرمخالفينوهم غږوكړچې ، دانتخاباتوپه بهيركى دې ستونزې نه پيښوي اودوى دې هم په كې ګډون وكړي .

سیما سمر له امنيتي ارګانونوڅخه هم وغوښتل چې د رای ورکونکیو د امنیت ساتنې لپاره د جدي ګامونه پورته کړي . او همدا راز یې په انتخاباتو کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ :

" له نارينه و څخه هيله ده چې ښځوته دې په انتخاباتودگډون زمينې برابرې كړي ترڅو ښځې په خپله دخپلې خوښې كانديد ته راى واچوي ، نه داچې نارينه دهغوپاڼې وكاروي "

تقریبا لس ورځې كيږي چې دجمهوري رياست دویم ځلي انتخاباتو ته چمتوالی روان دی .

دانتخاباتوخپلواك كميسيون وايي ، دوى به دانتخاباتوپه دې پړاوكې دهرډول درغلۍ مخه ونيسي ، اوهيچاته به په كې دلاسوهنې اجازه ورنه كړي .
خو ددي تدابيروسره سره ، بياهم خلك ، دوو مسلو انديښمن كړي دي چې ، يوه يې دډاكترعبدالله عبدالله دانتخاباتو دتحريم اوازه ، اوبله يې امنيتي ستونزه ده .