د افغانستان د سولې او ملي پیوند جبهې حامد کرزي نه خپل ملاتړ اعلان کړ

د افغانستان د سولې او ملي پیوند جبهې غړي په غونډه کې راټول شوې و.

د افغانستان د سولې او ملي پيوند جبهه د پنجشنبى په ورځ په كابل كې د يوې غونډى په ترڅ كې جوړه شوه، له جوړښت سره یې سم دا اعلان وكړ، چې په خپل ټول توان به د ټاکنو په دوهم پړاو كې، د حامد كرزي ملاتړ كوي.
د افغانستان د سولې او ملي پيوند جبهې، د خپل جوړښت په لومړۍ غونډه كې اعلان كړه، چې، د جمهوري رياست د انتخاباتو په دوهم پړاو كې به د حامد كرزى ملاتړ وكړي.

د جبهې مسوولينو وويل، په دې جبهه كې د هېواد د مركز او ولايتونو څه باندې اويا سياسي ګوندونه، قومي او فرهنګى شوراګانې او بېلابېلې بشري ټولنې سره راټولې شوي او په هېواد كې به د سولې، ابادۍ او ترقۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړي.

د افغانستان د سولې او ملي پيوند د جبهى مشري د سيد منصور نادري په غاړه ده، ده وويل، حامد كرزي په تېرو اتو كلونو كې خلكو او هېواد ته د پام وړ خدمتونه كړي دې او دوى به يې د انتخاباتو په دوهم پړاو كې پوره ملاتړ وكړي:

"جبهه د ټاکنو په دویم پړاو کې، دښاغلي حامد کرزي د کاندیداتورۍ څخه ملاتړ کوي او په جبهه کې د ټولو سازمانونو او سیاسي ګوندونو څخه هیله ده، چې د عقرب د میاشتې په ۱۶ دې به انتخاباتو کې برخه واخلي او د ښاغلي حامدکرزي دې خپل ملاتړ اعلان کړي."

د افغانستان د سولې او ملي پيوند د جبهې د جوړيدو په غونډه كې، د مدني ټولنو، سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو پرغړو سربېره، يو شمېرقومي مشرانو او مخورو هم ګډون كړى و، چې ټولو په يوه اواز په راتلونكو انتخاباتو کې پرشفافيت ټينګاروكړ.

حاجې دولت ګيرو وال وويل، دا ګوندونه، سازمانونه او ټولنې چې دلته راغونډې شوي دي، د خلكو پراخ ملاتړ ورسره دى او په انتخاباتو كې به ټول حامد كرزى ته راى وركړي:

"دې ملت یوځل حامد کرزی ټاکلی دی، په شفافو رایو ټاکل شوی دی، په اکثریت رایو ټاکل شوی دی او دا ملت د ده د ناکامۍ فکر هېڅ نه کوي.

زه تاسو ته زیری درکوم، چې حامد کرزی د دویم ځل لپاره هم ولسمشر دی.

دغه ۷۵ ګوندونه ريښې لري، دوی سره ولسونه دي، که یواځې د دغو خلکو رایې حامد کرزي ته ورکړو، د ملګرو ملتونو هلیکوپټرې دا رایې نه شي انتقالولای."

د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، د جمهوري رياست د دوو كانديدانو حامد كرزي او عبداله عبداله تر منځ به دوهم ځلې انتخابات د لړم د مياشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي.

خو خلك امنيتي حالاتو انديښمن كړي او وايي كيداى شي، مخالفين د انتخاباتو په بهير كې ستونزې پيښې كړي.

امنيتي ارګانونه بیا وايي، چې دوی د انتخاباتو ترسره كېدو ته پوره امنيتي تدابيرنيولي دي.