فرانسې ژمنه کړې چې د افغانستان په بیارغونې کې مرسته کوي

د فرانسې د سنا د مجلس يو پلاوى، چې تېره ورځ كابل ته راغلى و، ژمنه يې كړې چې دغه هېواد به په افغانستان كې د بيا رغونې او تروريزم سره د مبارزې په برخه كې خپلې مرستې جاري وساتي.

د فرانسې د سنا د مجلس د ریيس ژرار لشه په مشرۍ دغه پلاوي پرون له ولسمشر كرزي او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره كتلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې فرانسوي پلاوى به د ملي شورا د غړيو او يو شمېر نورو دولتي او نا دولتي ادارو له چارواكو سره هم وګوري.