ګېټس له چين سره د خبرو پر دوام ټينګار وکړ

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزېر رابرت ګیتس د چین له پوځ سره د دوام داره خبرو غږ وکړ. په تېرو څو کلونو کی د دواړو هیوادونو د پوځونو تر منځ خبرې کله بندي اوکله بیا بیرته پيل شویدي.

رابرت ګیتس د سه شنبې په ورځ په پنتاګون کي د چین د آزادۍ بخښونکي پوځ د مرکزي پوځي کمیسیون له مرستیال ژو کای هاو سره وکتل. له ۲۰۰۶ میلادی کال راهیسي دا امریکا ته د چین د جګ پوړی پوځي چارواکي لومړنی سفر دی.

څیړونکي وايی د امریکا له دفاع وزېر سره د چین د پوځي چارواکي دا کتنه د پیکنګ او واشنګټن تر منځ د پوځي اړیکو د ښه کیدو علامه ده.
چین تېر کال وروسته له هغی د امریکا له پوځ سره پوځي خبري بندي کړي چی متحده ایالاتو په تایوان باندی د شپږ نیم میلیاردو ډالرو وسلې وپلورلي.