حمیدزاده: تېر ټاکنو کې په لاس وهنو تورن کسان دې محکمې ته وروپېژندل شي

د ولسمشر حامد کرزي ویاند همایون حمیدزاده

افغان دولت وايي هغه كسان، چې د انتخاباتو په لومړي دور كې په لاس وهنو تورن دي عدلي او قضايي ارګانونو ته به وروپيژندل شي.

د ولسمشر حامد كرزي وياند همايون حميد زاده د سه شنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال وويل، چې دا د اړوندو كميسيونو دنده ده نه د افغان دولت:

"دا د اړوندو كميسيونو دنده ده، چې دغه كسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري، دغه كار بايد د اړوندو كميسيونو له خوا تر سره شي، مونږ هغه څوك نه يو، چې په دې پرخه كې پرېكړه وكړو."

تر دې د مخه د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون ويلي وو، چې د دغه كميسيون د غړيو په يوه دوسوه كسيز لست كار كوي، چې ويل كيږي د لومړي پړاو د انتخاباتو په درغليو كې ښكيل وو.

ښاغلي حميد زاده د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ګوندي طالبانو خلكو ته په انتخاباتو د ګډون اجازه وركړې ده وويل، چې په دې اړه يې څه نه دي اوريدلي خو خلكو ته په كار ده، چې په انتخاباتو كې په ګډون سره خپله ملي دنده تر سره كړي.

"موږ اطلاع نه لرو، چې د طالبانو له خوا دې داسې کومه اعلامیه خپره شوي وي، خو د افغانستان خلک په خپلو مسوولیتونو ښه پوهیږي، د ټاکنو په ورځ دې ټول نارنیه او ښځینه راووځي او د خپل قانوني حق څخه کار واخلي."

وسلوالو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبردارى وركړى، چې د انتخاباتو پر وړاندې به ستونزې جوړوي.

خو افغان او نړيوالو امنيتي ځواكونو ويلي، چې د انتخاباتو د ښه امنيت په خاطر په يو ستر پلان كار كوي.

ټاكل شوې، چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو دوهم پړاو د لړم د مياشتې په ۱۶ مه نېته تر سره شي.

د دغو انتخاباتو لپاره تياری له تيرې پنجشنبې څخه كله، چې د انتخاباتو د دوهم پړاو د جوړېدلو خبره ورستۍ شوه پيل شوي دي.