افغان علما: د تاوتریخوالي ختمولو لپاره جرګه جوړول ضرور ده

د افغانستان د علماوو سراسري شورا وايي، چې راتلونكی جمهور ریيس بايد په هېواد كې د تاوتريخوالي د پای ته رسېدو لپاره د مخالفينو په ګډون يوه لويه دودیزه جرګه جوړه كړي.

د افغانستان د علماوو د شورا د رهبري هيات، دغه خبرې نن د خپلې نوبتي غوڼدې په ترڅ كې وكړې او زياته يې كړه، چې په جرګه كې د ګډون كونكو مخالفينو امنيت بايد خوندي او نومونه يې بايد له تور لست څخه حذف كړای شي.

دوی زياته كړه، چې علما به هڅه وكړي خلك وهڅوي، چې په راتلونكو انتخاباتو كې په پراخه كچه ګډون وكړي.