یو شمیر افغانان وايي د بیا انتخاباتو پر ځای دې لویه جرګه را ووغوښتل شي

مدنى ټولنې ديوشمير ځوانانو، ښځو ومشرانو په ګډون، د دوشنبې په ورځ په كابل كې، په يوې جوړې شوې غونډه كې وويل، د لويي جرګې دایرېدو ته دې زمينه برابره او موقته اداره دې د دولت واك ترلاسه كړي.
دغونډې ګډون والو ويل، په هېواد كې د دوهم ځل انتخابات دهېواد دردونه نه شي درمل كولى او ښه لاره يې داده، چې دا انتخابات ترسره نه شي او پرځاى يې، د لويې جرګې جوړېدو ته زمينه برابره شي، څو په راتلونكو څو مياشتو كې يوه موقته اداره رامنځته او دولتي چارې پر مخ بوزي، د مدني ټولنې يو تن غړى او ويناوال طاووس وردګ وويل:

"هدف زموږد جلسې دادی، چې دا انتخابات وروسته وغورځول شي، په پنځلس ورځو کې اول امکان نه لري، دوهم اقتصادي ستونزې دي اودرېم دا ټولنه دویم ځلي بل بحران ته بیایي.
ځکه، چې په اول وار باندې نتایج چا باور نه کړل، په دویم پړاو کې یې ناندرې پر دې دي چې د کمیسیون غړي دې بدل شي. نو له دې ښکاري چې دا سره نه جوړیږي .
دا انتخابات دې شاته وغورځیږي او یوه موقتي اداره دې رامنځ ته شي اوهغه دې لویه جرګه راوغواړي او دا هېواد دې وژغوري."

ويناوالو دا هم وويل، په افغانستان كې د امريكا د متحدو ايالاتو له پخواني سفير ډاكتر زلمي خليل زاد څخه هيله كوي، چې د هېواد په دغوحساسوشرایطو كې رامنځ ته شي او د راتلونكي لويې جرګې په جوړېدو كې له افغانانوسره مرسته وكړي.

خو د وينا والو له دغې غوښتنې سره دغونډې يوشمېرګډون والو مخالفت وښود، خليل زاد يې د دى كار وړ ونه باله او د انتخاباتو د ترسره كېدو دوهم پړاو يې غوره وباله، د غونډې ګډون كوونكي سيدبلال احمد فاطمي وويل:

"زلمې خلیل زاد د افغانستان د ستونزو د حل سړی نه شي کیدای، دا تېر ځلي، چې د انتخاباتو څخه تېر شو یوازې د تابیعت له امله تېرشو، په هغه وخت کې باید راغلی وای که چا ګټله او که بایلله یې دا ضرور نه ده، چې د انسان په هرمیدان کې میدان وګټي، مګر سیاسي مبارزه باید وشي.
که چېرې دا د شپاړلسم تاریخ نه هم وروسته غورځوو ښکاره خبر ده، چې په ژمي کې نه شي کېدای دا به ځي د ثور او جوزا میاشت ته ایا دا ملت به پردې اتو میاشتوکې د تزب زب په حالت کې ژوند کوي.
موږ باید خپل تصمیم ونیسو او په ۱۶د لړم د میاشتې خپلې رایې هغه انسان ته چې پر حقه یې ګڼو ورکړو ، دوه کسه دي پردې دوو کې به یو انتخابوو."

په دې هېواد كې د جمهوري رياست د كانديدانو ترمنځ انتخابات د روان كال د زمري په نهه ويشتمه ترسره شول، چې حامد كرزي په كې په لومړي درجه او ډاكترعبداله عبداله په دوهمه درجه كې راغى.

خو كانديدانو شكايت درلود، چې په راېو كې درغلۍ شوي دي.د انتخاباتود شكايتونو د اورېدلو كميسيون، له يو لړ څېړنو وروسته اعلان كړه
چې په انتخاباتوكې درغلۍ شوې او بايد د حامد كرزي اوعبدالله عبدالله ترمنځ انتخابا ت د دویم ځل لپاره دلړم په شپاړلسمه ترسره شي.
له دې پريكړى سره په افغانستان د ملګرو ملتو دفترهم موافقه كړې ده.