په كابل كې د يوناما يا د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر وياند هيله وښودله، چې نړېوال څارونكي به د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د دوېم دور څارنه هم وكړي.
د يوناما يا د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر وياند عليم صديق دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ يوه خبري كنفرانس ته وكړې:
"موږ تمه لرو، د نړېوالو څارونكو هغه ماموريت، چې په لومړي دور كې موجود و، دوېم ته هم افغانستان ته راشي، تر څو افغانان د دوېم دور انتخاباتو په جريات باور ولري."
افغان او نړېوالو څارونكو د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي دور انتخاباتو څارنه هم وكړه او په دغو انتخاباتو كې يې د سرغړونې او درغليو په اړه شواهد او شكايتونه وړاندې كړل.
د دغو انتخاباتو د اروپايي څارونكو ډلې په خپل وروستي راپور كې شاوخوا يو نيم ميليون رايې له درغليو ډكې وبللې.
خو اوس، چې د انتخاباتو خپلواك كميسيون د درغليو او سرغړونې له امله د جمهوري رياست انتخابات دوېم دور ته بولي دي، ملګري ملتونه، افغان دولت او د ځينو هېوادونو چارواكو هيله ښودلې، چې دا ځلې په انتخاباتو كې به ډيره درغلي نه
كيږي.
په كابل كې د ملګرو ملتونو د دفتر وياند هم همدا تمه وكړه خو هغه وويل، ستونزې به وي ځكه، چې دا انتخابات په جنيوا كې نه بلكې په كندهار او هلمند كې ترسره كيږي.
عليم صديق د انتخاباتو د امنيت په اړه وويل، چې په دې اړه امنيتي ارګانونه خپل تدابير په پام كې لري،هغه وويل:
"موږ تمه لرو، چې امنيتي ارګانونه به وكولاى شي، چې د دوېم دور انتخاباتو لپاره امنيتي تدابير ونيسي. تر څو په انتخاباتو كې د ډيرو خلكو ګډون تضمين كړي.
يوناما په منظمه توګه د كورنيو چارو او دفاع وزارتونو سره غونډې كوي او د دوېم دور انتخاباتو له چمتوالي نه ملاتړ كوي."
د ملګرو ملتون سازمان په افغانستان كې د انتخاباتو له پروسې سره له مهمو مالي او تخنيكي مرسته كوونكي څخه دى.
ټاكل شوې، چې د افغانستان د جمهوري رياست د دوېم دور انتخابات د لړم د مياشتې په شپاړلسمه نېټه ترسره شي.