اسلام اباد کې یوې چاودنې د پولیسو یو افسر وواژه

په پاکستان کې نن یوې مشکوکې ځان وژونکې حملې چې د یوه موټر په واسطه د پایتخت اسلام اباد په ۱۴۰ کلیومترۍ کې د لیله په سیمه کې وشوه د پولیسو یو افسر چې د ګزمې په حال کې وو وواژه .

خبري رسنیو ویلي دغه افسر چې لاد مخه ورته په موتړ کې د
چاودنې اطلاع ورسیدلې وه ، د موټر د درولو هڅه کوله چې په کې چاودنه وشوه.

دا چاونه په داسې وخت کې و شوه چې د پاکستان پوځ وايي افغان سرحد سره نزدې په جنوبي وزیرستان کې يې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی او په دې ترڅ کې یې د پاکستاني طالبانو د مشر پلارنۍ سیمه کوټکې نیولې دی .

شاوخوا دیرش زره پاکستاني سرتیري چې د هیلي کوپترو او توپخانې ملاتړ هم ورسره دی د بهرنیو وسله والو په ګډون د شاخوا لسو زرو سخت دریځو وسله والو پر ضد په جنوبي وزیرستان کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې د پاکستان په مختلفو سیمو کې په روانه ا ونۍ کې د وسلوالو په بمي حملو کې څه د پاسه ۱۸۰ تنه ووژل شول.