بغداد کې دوو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

دوه زورورو چاودنو نن د بغداد ښار مرکزي برخه ولړزوله . راپورونه وایې په پیښه کې شاه وخوا اتیا تنه وژل شوي دي .

یوې چاودنې د عراق د عدلیی وزارت ته ډیر تاوان رسولي او بله یی چې یوې دولتي ودانۍ ته نیژدی شوې د سختې اورلګیدنې سبب شوې .

په دې پیښو کې په سل ګونو تنه ټپیان شوي دي . ددې دواړو پیښو مسوولیت چې په موتړونو کې د ایښودل شویو بمونو د چاودنی له امله رامنځ ته شوې چا په غاړه نه دی اخیستی .

خو د مسوولینو په وینا داسی ښکار ی چې حمله به د القاعده شبکی له خوا شوې وي .

مسوولو مقاماتو هغه سړکونو چې د چاودني سیمی ته ځې او د سوزیدلو غړو ټوټې په کې پرتې دی بند کړي دي . د اطفایی موتړونه او امبولاسونه هڅه کوي چې ځانونو د اور سیمی ته ورسوي او مرسته وکړي . دې حملو کې په لس ګونو موتړونه له منځه تللي او د اوبو پایپونه زیانمن شوي دي .