د كابل پوهنتون سلګونو تنومحصلينو او د كابل يوشمېر اوسيدونكو نن په يوې مظاهرې اولاريون كې د هغو بهرنيو سرتيرو د محاكمې غوښتنه وكړه، چې د دوى په خبره په ميدان وردكوولايت كې يې قرانكريم ته اور اچولى دى.
دوى خپل لاريون د كابل له پوهنتون څخه پيل كړ او د ملي شورا د انګر مخې ته يې پاى ته ورساوه، مظاهره كوونكو له ملي شورا څخه وغوښتل، چې دا مساله له پامه ونه غورځوي.
د ولسې جرګې دوهم منشي صالح محمد سلجوقي د محصلينو استازو ته وويل، چې دوى به د ولسې جرګې په راتلونكو غونډو كې په دې اړه بحث وكړي.
د نړيوالو ځواكونو لخوا په ميدان وردكو ولايت كې د قرانكريم د سوزولو ادعا لاتراوسه د خپلواكو منابعو لخوا نه ده تاييد شوې.