د انتخاباتو د خپلواك كميسيون كابو دوه سوه تنه كاركوونكي له خپلو وظيفو لري كړى شوي دي.
د دې كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي ازادۍ راډيو ته وويل، چې دغه كاركوونكي يې په تيرو انتخاباتو كې د درغليو د ترسره كولو له امله لري كړي دي.
ښاغلي باركزي څرګنده كړه، كه چيرې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون په دغو كاركوونكو درغلۍ ثابتې شي نوعدلي او قضايي ارګانونو ته به د محاكمې لپاره معرفي شي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال وويل، چې له وظيفو څخه په لرې كړى شوو كسانو كې دايمي او موقتي كاركوونكي شامل دي او د انتخاباتو په دوهم پړاو كې د شفافيت په هدف د دوى په ځاى نور كسان ګمارل شوي دي.