د زابل ولایت په شملزو سمیه کې څو وسله وال طالبان وژل شوي

د زابل ولايت سيمه ايز چارواكي وايي، چې تېره ورځ ناوخته په شملزو ولسوالۍ كې دوه تنه وسله وال طالبان له پوليسو سره په نښته كې وژل شوي دي.

د شملزو ولسوال محمد وزير جوادي ازادۍ راډيو ته وويل، چې په وژل شوو كې د طالبانو يوقومندان ملا ولي جان هم شامل دى او څو ميله وسله او دوه موټر سايكلونه هم پوليسوته په لاس ورغلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا كړې، چې په دې نښته كې اته تنه پوليس وژل شوي او دوه پوځي موټر یې ويجاړ كړي.

خو د زابل ولايت سيمه ايزچارواكي وايي، چې په دې نښته كې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.