افغانستان دناټو تړون ددفاع وزیرانو دننې غونډې داجنډا په سر کې دی

دناټو تړون داته ویشتو غړو هیوادونو دفاع وزیران نن دسلواک دجمهوریت پلازمینه براتیسلافا کې خپله دوه ورځنۍ غونډه پیلوي .

تمه ده چې دغونډې ټول تمرکز به پر افغانستان وي .

دخبرو یوه موضوع دافغانستان دجمهوري ریاست ددويمې پلا انتخاباتو امنیت نیول دي .

دناټو دغه غونډه په داسې مهال هم دایریږي چی دامریکا حکومت اوس هم په دې فکر کوي چې افغانستان ته نورځواکونه واستوي او کنه .

رپوټونه وایي چی دناټو تړون هیوادونه به افغانستان ته دنورو عسکرو داستولو په اړه د فیصلې اعلان ددويمی پلا انتخاباتو ترنتایجو وځنډوي .