توحیدي: په انتخاباتي کمپاین کې باید رسنۍ توازن خوندي وساتي

د افغانستان د انتخاباتو د رسنيو كميسيون يوځل بيا په هېواد كې له ټولو دولتي او غير دولتي رسنيو څخه وغوښتل، چې د جمهوري رياست د دويم پړاو تر انتخاباتو دې د دواړو كانديدانو لپاره په مساوي توګه كمپاين مخې ته يوسي.
د انتخاباتو د رسنيو د كميسيون مشر وحيدالله توحيدي د پنجشنبي په ورځ د يوې خبري غونډې په ترڅ كې داسې وويل:

" رسنۍ بايد د انتخاباتي كمپاين پر مهال خپل بې پړيتوب، توازن او انصاف خوندي وساتي. ښايي ځيني خلك دوهم پړاو راېه وركولو ته زړه ښه نه كړي نو پردې صورت كې همدا رسنۍ دي، چې دوی بايد د رايې وركولو لپاره وهڅوي خو د كانديدانو هغه خبرې دې نه خپروي، چې ژبنيو، قومي او سمتي تبعيض ته لمن وهي."

ښاغلي توحيدي زياته كړه دوي به لكه د تېر دور په څير د رسنيو په جدي توګه څارنه كوي او كه د هرې رسنۍ په اړه كومه سرغړونه وويني نو هرو مرو به يې ورسره لومړی شريكه او بيا يې د مجازاتو په اړه غور وشي.

نوموړي وړاندي وويل، كه د كومې رسنۍ له خوا مطبوعاتي جرم وشي، نو ان څارنوالۍ ته به د عدلي اوقضايي تعقيب لپاره ور وپيژندل شي:

"د دغو رسنیو جواز بیرته اخیستل کیږي، هغه جواز چې د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون ورته ورکړی.که غلط مطالب چا خپاره کړل باید اصلاح یې کړي او بخښنه وغواړي او که چیرته په رسنیو کې چا پر چا تومت لګولې وي بیا به څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي."

د انتخاباتو د رسنيو د كميسيون له خوا د رسنيو په بې طرفي او مسلكي پاتې كېدو باندې په داسې حال كې ټینګار كيږي، چې ويل كيږي ځیني رسنۍ او په ځانګړي توګه ځیني ورځپاڼې د كمپاين پرمهال يواځې يوه مشخص كانديد ته كار كوي او ان دا، چې د بل پر ضد مطالب چاپوي او يا یې خپروي.

وروسته له هغې، چې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون له خوا دوهم پړاو ته د جمهوري رياست د انتخاباتو ورتګ اعلان شو، د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكو اعلان وكړ، چې د دوو مخكښو كانديدانو حامد كرزي او ډاكټر عبدالله ترمنځ د كمپاين دوره په رسمي توګه پيل شوي او له انتخاباتو څخه به ۴۸ ساعته دمخه پای ته ورسيږي.