د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وایي، د دوی کارپوهان به د دوهم دور انتخاباتو ترڅارنې پورې په افغانستان کې پاتې وی.
د بشري حقوقو او دیموکراتیکو ادارو لپاره د دغه سازمان څانګې خپل څوکسه کارپوهان په افغانستان کی پریښی وو ترڅو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنيو نتایجو له اعلان وروسته د وضعې پرمختیا وڅاري.
اوس دغه سازمان غواړی، د دغو څارونکو شمېر اوو کسانو ته زيات كړي، چی دوهمه دور انتخابات هم وڅاري.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان اعلامیه وایي، چې د دوی کارپوهان به په راتلونکو اونیو کې د دوهم دور انتخاباتو لپاره تیارۍ، د انتخاباتو د ورځې اجرات او د راېو ټولول او شمېرل وڅآري.
دغه کارپوهان به دافغانستان دانتخاباتو دکمیسیون چارواکوته هم سلا مشورې ورکوي.