جان کیري وایې، کرزی باور لري، چې ګټونکی دی

د امريكا د متحده ايالاتو د سنا د مجلس د بهرنيو اړيكو د كمېټې مشر جان كیري ويلي، چې ولسمشر كرزى په دې باور دى، چې د انتخاباتو ګټونكى دی .

جان كیري اسوشيتد پرس خبري اژانس ته په يوې مركې ويلي، چې ولسمشر كرزى فكر كوي، چې د نړيوالې ټولنې د كومې توطئې په ترڅ كې د انتخاباتو پايلو تغير موندلى دى.

كیري دغه شان ويلي، چې د كرزي په دولت او د انتخاباتو په كميسيون كې داسې كسان شته، چې په انتخاباتو كې لاس وهنه د ځان لپاره توهين بولي.