لودين: ولايتونو ته مو د لوژيستيكي موادو انتقالول پيل كړی

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشر عزیزالله لودین

د لمړي ځل ټاکنې پر پرتله به د راېه وركولو مركزونه او د دوی د كاركونكو شمېره هم راكمه كړاي شي او داسي لارې چارې يې هم سنجولي دي، چې د درغليو مخه به هم ونيسي .
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، چې د دوهم پړاو د انتخاباتو په اړه، چې د لړم د مياشتي په ۱۶ نېټه به ترسره شي، جدي تدابير نيول شوي دي او د تېرو انتخاباتو په درغليو كې ښكيل كسان به تر پيژندنې وروسته له دندو ګوښه او ان تردې، چې څارنوالې ته به وپیژندل شي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مشر عزيزالله لودين، چې د چهارشنبي په مازديګر يي په يوې خبري غونډه كې خبرې كولې وويل، چې دا مهال ولايتونو ته د لوژيستيكي موادو د انتقال بهير پيل شوی دی:

"سر له نن څخه هڅه كوو د افغانستان مختلفو ولايتونو ته خپل اكمالات ورسوو، د دوهم پړاو انتخاباتو لپاره كافي بوديجه په واك كې لرو، نن ټوله ورځ د كميسيون او د دارالانشا غړو په هغو معيارونو باندې خبرې وكړي، چې په راتلونكو انتخاباتو كې تر ډيره حده د درغليو مخه ونيول شي."

ښاغلي لودين زياته كړه، د چهارشنبې له ورځې د دواړو مخكښو كانديدانو حامد كرزي او ډاكټر عبدالله له خوا انتخاباتي كمپاينونه هم پيل شوي، چې له انتخاباتو ۴۸ ساعته د مخه به پای ته ورسيږي.

نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون په راېور يي يوشمېر ملاحظات درلودل خو بيا هم د هېواد د حالاتو په پام كې نيولو سره يي د دوهم پړاو انتخاباتو پريكړه وكړه.

په تېرو انتخاباتو كې د درغليو په اړه د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مشر عزيز الله لودين وويل، چې كه ښكيل كسان وپيژندل شي نو هرو مرو به يي څارنوالي ته معرفي كړي:

"هغه نيمګړتياوی، چې په انتخاباتو كې رامنځته شوي، موږ اوس په دې برخه كې هڅه كوو، چې كه دا زموږ د كميسيون كاركونكي وي، چې له دندې يي ګوښه كړو او څارنوالۍ ته يې وپیژنو او ښايي ځيني حكومتي چارواكي هم په كې لاس ولري، چې بې له شكه څارنوالۍ ته به پیژندل كيږي."

كه څه هم ښاغلي لودين د دغو كسانو د دقيق شمېر په اړه څه و نه ويل خو د ملګروملتونو يو وياند ويلي دي، چې د انتخابات تقريبا ۲۰۰ سمه ايزكاركونكي به له دندو ګوښه شي.

د افغانستان ولسمشر حامد كرزي هم ويلي دي، چې په درغليو كې ښكيل كسان چې د ده په وينا د انتخاباتو نوم يي بد كړي هرو مرو به څارنوالۍ ته راښکل شي.

د انتخاباتو د دوهم پړاو د انتخاباتو په اړه په داسې حال كې چمتوالۍ روان دیو چې د انتخاباتو د امنيت او د سړې هوا په اړه جدي اندېښنې موجودې دي، چې كولای شي په انتخاباتو كې د راېه وركونكو پر شمېر باندې اغيز ولري.