د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د پريكړې له مخې د افغانستان د جمهوري رياست د دوهم پړاو انتخابات به د حامد كرزی او د هغه د اصلي رقيب ډاكټر عبداله ترمنځ د لړم د مياشتې په شپاړلسمه نېټه ترسره شي.
ډاكټر عبداله، چې له دې پريكړې يوه ورځ وروسته يې په كابل كې يوې خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې دې په دې پړاو كې د درغليو او سرغړونو د مخنيوي لپار ځانګړې وړانديزونه هم لري:
"د انتخاباتو د نتايجو له اعلان سره دوهم پړاو ته د تلو لپاره خپل تيارې اعلانوم، هيله مو دا ده، چې په دوهم پړاو كې د درغليو او سرغړونو د مخنيوي لپاره يوه زمينه ولرو.
موږ په دوهم پړاو كې د شفافيت د ساتلو لپاره ځينې وړانديزونه لرو، چې خپل خلك به پرې ژر خبر كړو او اړوندو ادارو ته به يې وسپارو."
ډاكټر عبداله په خپلو خبرو كې له نړېوالې ټولنې او په ځانګړې ډول له ملګرو ملتونو څخه وغوښتل، چې د تېر په څير د دوهم پړاو په انتخاباتو كې د افغانانو ملاتړ وكړي.
تر دې مخكې ولسمشر حامد كرزي هم دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غزولو پريكړه تايد كړې وه او ويلي وو، چې دا پريكړه په افغانستان كې د يو مشروع نظام د ټينګښت لپاره لاره هواروي.
ډاكټر عبداله بيا د انتخاباتو د دوهم پړاو د منلو لپاره له ولسمشر كرزي نه د مننې ترڅنګ له خلكو وغوښتل، چې په قانون من ډول په انتخاباتو كې په پراخه كچه برخه واخلي.
افغان ولسمشر حامد كرزي او په انتخاباتو كې د هغه اصلي رقيب د انتخاباتو د خپلواك كمسيون د پريكړې هركلې په داسې حال كې كړې، چې تردې مخكې د دوى دواړو ترمنځ د يو ايتلافي حكومت د جوړولو ډنډورو زور اخستې وو، خو دوى دواړو دا اوازې په كلكه رد كړي.
كه ولسمشر كرزي د اييتلافي حكومت جوړول يو نا مشروع كار وباله نو ډاكټر عبداله بيا وويل، چې دا ډول حكومتونه ستونزې نه شي هوارولې:
"خو كتونكي بيا دا پريكړه د خلكو له راېو سره يو سياسي چلند بولي او وايي، چې دا له افغانانو سره ستره جفا ده."
دوې دا استدلال كوي، چې د افغانستان انتخابات د درغليو د تورونو په سر دوهم پړاو ته تللي او داسې هيڅ ضمانت نشته، چې په دوهم پړاو كې به درغلۍ او سرغړونې ونه شي.
په عينې حال كې دا اندېښنې هم موجودې دي، چې شته امنيتي ستونزې او د هوا سړيدل به په انتخاباتو كې د خلكو د ګډون كچه ډيره كمه وي.
خو د انتخاباتو خپلواك كمسيون وايي، چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې به خلك وهڅوي، چې په انتخاباتو كې پراخه برخه واخلي.