که انتخاباتو دویم پړاو ته وغځیږی د ټاکینو قانونه په دې څه وایي؟

انتخاباتو د قانون په اتلسمه ماده کې راغلي، هر هغه کاندید، چې زیاتې قانوني رایې وګټلې د جمهور رييس په توګه اعلانیږي.
1. جمهور رییس د اساسي قانون په یوشپیتمه ماده کې د درج شوې حکم او ددې قانون د حکمونو مطابق، د رایې ورکوونکو د قانوني رایو په اکثریت ټاکل کیږي.

2. که چیرې کاندیدان په ټاکنو کې په سلو کې له (۵۰) څخه زیاتې رایې ترلاسه نه کړی شي، د ټاکنو د پایلو له اعلام وروسته په دوو اونیو کې، د هغو دوو تنو کاندیدانو ترمنځ چې زیاتې رایې یې وړي دي، د دوهم ځل ټاکنې کیږي، هغه کاندیدان چې پدې دور کې ، زیاتې قانونې رایې لاسته راوړي د ټاکل شوې شخص په توګه اعلامیږي.

3. د رایو په اکثریت ټاکل شوی کاندید، د اساسي قانون د یوسلو شپیتمې مادې د حکم مطابق، د ټاکنو دپایلو له اعلام څخه دیرش ورځې وروسته، په کار پیل کوي.

4. که چېری د جمهوری ریاست له کاندیدانو څخه یو د رایې اخیستنې د لومړي یا دوهم دور په بهیر کې یا له ټاکنو وروسته د پایلو له اعلام دمخه مړ شي، بیا ټاکنې د قانون له مخې ترسره کیږي.