د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو رسمي اعلان ته تیار شوی دی. بل لور ته یو شمیر لویدیځ دیپلوماتانو له افغان چارواکو غوښتې
د حامد کرزي ویاند نن وویل چې ولسمشر به د انتخاباتو د کمسیون د چارواکو وروستۍ پریکړه ومني. دا اعلان په دې پسې وشو چې د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمسیون ډیرې رایې ناسمې وبللې.
د حامد کرزي د انتخاباتي مبارزې ویاند وحید عمر په کابل کې رسنیو ته وویل چې موږ به وروستۍ نتیجې ته انتظار شو څو په قانوني بڼه د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون او همداراز د انتخاباتو د خپلواک کمسیون کارونه بشپړ شي او بیا نتیجه اعلان شي، کله چې دا نتیجه معلومه شي موږ به یې له قانون سره سم ومنو.
یو شمیر رسنۍ څرګندوي چې د درغلیو له څیړنې وروسته د ولسمشر حامد کرزي رایي له دې څیړنې سره تر پنځوس په سلو کې راټیټې شوې دي.
وحید عمر وویل چې تر اوسه لا رسمي اعلان نه دی شوی او دا غیر طبیعي ده چې وار له مخه د نتیجو په اړه خبره وشي. خو بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په افغانستان کې د قانون پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل:
((موږ هر یو هڅولی دی چې اساسي قانون رعایت کړي او له قانوني اصولو سره سم چلند وکړي. دا د افغانستان د خلکو په ګټه دی او د افغان مشرانو په ګټه دی چې عملا دا څرګنده کړي چې دوی د انتخاباتو د تنظیم ژمنو ته متعهد دي))
لکه څرنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره افغان مشران هڅوي چې قانون ته غاړه کیږدي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر چې په وروستیو کې کابل ته تللی و وایي، افغان چارواکي باید دا ثابته کړي چې دغه هیواد د دیموکراسۍ لورته درومي. برنارد کوچنر زیاته کړه چې دا د افغانستان لپاره ډیره مهمه ده چې ولسمشر کرزی وهڅوي چې د درغلیو له څیړنې وروسته د دوهمې مرحلې انتخابات ومني. برنارد کوچنر بیا وویل چې حامد کرزی د دې په ارزښت پوهیږي چې د دوهمې مرحلې انتخاباتو ته غاړه کیږدي او دغه انتخابات د دیموکراسۍ د اثبات لپاره خورا مهم دي.
د انتخاباتي شکایتونو د اوریدو کمسیون د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د شویو درغلیو نتیجه د انتخاباتو خپلواک کمسیون ته سپارلې ده او د انتخاباتو خپلواک کمسیون اوس دغه رپوټ څیړي چې ویل کیږي هر شیبه ممکن دغه کمسیون خپله پریکړه وکړي.