نړېوالو پر کرزي زور اچولی چې د انتخاباتو نتایج ومني

دافغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په انتخاباتو کې ددرغلیود څيړنو راپورله بشپړیدو وروسته پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره.
ویل کیږي چې ددې راپور په اساس د کرزي رایې په سلو کې له پنځوسو را کمې شوي او احتمال لري چې انتخابات دويم دورته لاره پیدا کړي.

په همدې حال کې پرکرزي دنړیوالو فشارونو په ترڅ کې د ملګروملتونو عمومي منشي له کرزي سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې هغه ورته ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو دقانوني پروسې بشپړ درناوی کوي.

د امریکاد سناد بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کیري هم دانتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د راپور له خپریدو وروسته له کرزي سره خبرې کړي.
بانکي مون وايي کرزي ورته ویلي چې د انتخاباتو نتایج به ومني.


د ملګرو ملتونو عمومي منشی وایي چې افغان ولسمشر حامد کرزي ورته ډاډ ورکړی چې دی به دانتخاباتود قانوني پروسې بشپړ درناوی وکړي که حتی دې ته هم اړ شي چې دانتخاباتو په دويم پړاو کې له خپل اصلي سیال عبدالله عبدالله سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو د عمومي منشی ویاندی میشل مونتاس وویل، بانکي مون له کرزي سره د دوشنبې په سهار خبرې وکړې.

د دې خبرو په اړه زیات جزیات نه دي څرګند شوي خو دواړه مشران وروسته له هغې خبرې کوي چې د ملګروملتونو په ملاتړ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په انتخاباتو کې د درغلیوپه اړه له څیړنو وروسته ویل کیږي د کرزي له درې برخو رایو نژدې یوه برخه باطلې کړي دي.

د لومړنیونتیجو له مخې کرزی په سلو کې ۵۵ رایې چې شمیر یې ۳۰۹۳۲۶۵ رایو ته رسیږي ګټلې دي.

د کرزي اصلي سیال عبدالله عبدالله په سلو کې ۲۸ یعنې ۱۵۷۱۵۸۱ رایې ګټلي دي.
پر کرزی په وروستیو کې نړیوال فشارونه زیات شوي چې دانتخاباتو دويم پړاو ته دې غاړه کیږدي.

په دې ترڅ کې دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن وویل چې دا هیلمنه ده چې کرزی به نن په دې هکله چې دانتخاباتو مسله په څه ډول اواروی خپل پلان په ډاګه کړي.

کلینټن وویل نه غواړي چې مخکې له مخکې د کرزي د پریکړې په اړه غیرعادلانه قضاوت وکړي خو زیاته یې کړه داغواړي چې ژر دغه لانجه حل شي او وضعیت مشخص شي.

کلیټن له دې مخکې ویلي ووچې که انتخابات دوهم دور ته لاره پیدا کړي بیاهم د کرزي د بري چانس ډیر دی.
امریکايي سناتور جان کیري هم کابل کې له ولسمشر کرزي سره خبرې کړي دي .


په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د امریکا د سنا دبهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کیري چې پاکستان ته له سفره بیرته افغانستان ته تللی، له افغان ولسمشر حامد کرزي سره دانتخاباتو د لانجې په اړه خبری وکړې.

کیري چې د شنبی او یکشنبې په ورځو په کابل کې وو، دنړیوالې ټولنې لوړ پوړی استازی دی چې پر کرزی یې فشاررراوستی څوپه انتخاباتو د درغلیو له څیړلو وروسته نتیجه ومني.

جان کیري د یکشنبې په ورځ ناوخته اسلام اباد ته لاړ اود دې هیواد له مشرانو سره یې خبرې وکړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویاندې کیتلین هایدن وویل کیري پرون بیرته کابل ته راغی څو له افغان مشرانو سره خبرو او سلا مشوروته دوام ورکړي.

یوه غربی ډیپلومات چې خپل نوم یې نه دی څرګند کړی وویل ، کیري پرون ناوخته د انتخاباتی شکایتونو د کمیسیون د راپور له خپریدو وروسته له کرزي سره خبرې وکړې. د دې خبرو په اړه نورجزیات نه دي ورکړل شوي.

د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون چی پنځه غړي لري، په انتخاباتو کې ددرغلیودادعاوو په اړه له دوومیاشتووڅیړنې وروسته خپل راپور پرون د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاره.