د افغانستان د ملي شورا ځينې غړي پر امريكا او ځينو نورو هېوادونو تور لګوي، چې د افغانستان د انتخاباتو په نتايجو كې لاسوهنه كوي او په دغه هېواد كې د يوه اتيلافي حكومت د جوړېدو هڅې كوي.
په داسې حال كې، چې د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو د وروستيو نتايجو اعلان له يوې ورځې نه بلې ته ځنډيږي د ولسي جرګې ځينې غړي او سياسي مبصرين په دې باور دي، چې امريكا او ځينو نورو هيوادونو په جمهور ریيس حامد كرزي فشار راوستى، چې له خپل اصلي سيال ډاكتر عبدالله عبدالله سره د ايتلافي حكومت جوړېدو ته غاړه كښيږدي.
د ولسي جرګې يوې غړې، ارين يون د يكشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، شاوخوا شپږويشتو وكيلانو په كابل كې د امريكا د سفارت له مسوولينو سره په كتنې كې په همدې اړه خپله انديښنه وښودله او ويې ويل، چې امريكا او نړيواله ټولنه د افغانستان د انتخاباتو په چارو كې ښكاره لاسوهنه كوي.
نوموړې ادعا وكړه او ويې ويل، د امريكايي ډيپلوماټانو له خبرو داسې برېښېدله، چې دوى په افغانستان كې د يوه ايتلافي حكومت د جوړېدو غوښتونكي دي:
"د وكيلانو استدلال دا و، چې نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريكا بايد د افغانستان په چارو كې داسې ښكاره لاسوهنه ونه كړي.
امريكايي ډيپلوماټانو په دې ډېر ټينګار كاوه، چې بايد يو ايتلافي حكومت جوړ شي، خو ولسمشر صاحب او زموږ خلك هېڅوك هم د ايتلافي حكومت جوړېدو ته غاړه نه ږدي.
ځكه چې د ايتلافي حكومت خوند يو ځلې موږ څكلى دى او بل دا، چې كه ايتلافي حكومت جوړېده نو د انتخاباتو د ترسره كېدو اړتيا څه وه."
د ټاکنو د وروستيو پايلو پرسر د راولاړې شوې لانجې د هوراي لپاره كابل ته د بهرنيو چارواكو او ډيپلوماټانو سفرونه هم ډېر شوي دي.
په دې وروستيو كې د امريکا په مشرانو جرګه کې د بهرنيو اړيکو د كميسيون مشر جان کيري د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارډ کوچنر او په ملګرو ملتونو کې د امريکا د متحدو ايالتونو پخوانى استازى زلمى خليلزاد كابل ته سفرونه وكړل.
د امريكا چارواكو تل دا تورونه رد كړي دي، چې ګنې د افغانستان د انتخاباتو په چارو كې لاسوهنه كوي.
دوى وايي په افغانستان كې د شفافو انتخاباتو له پروسې سره مرسته كوي او كوم مشخص كانديد ملاتړ يا مخالفت نه كوي.
خو بل خوا د ولسي جرګې ځينې نور غړي په دې باور دي، چې نړيواله ټولنه په افغانستان كې د انتخاباتو د روانې لانجې، چې د دوى په باور پراخې درغلۍ په كې شوي دي، د حل لار لټوي.
نوراالحق علومي په دې اړه وايي:
"د لته دوه خواوې دي، يو افغان حكومت او بل هغه حكومتونه چې په افغانستان كې ذيدخل دي، كه چيرې ښاغلى كرزى يو لورى دى، بهرني چارواكي چې دلته راځي طبعاً له ده سره خبرې كوي دوى ښايي له ده سره په انتخاباتو كې د پراخو درغليو د نه منلو په اړه خبرې كوي. له بله خوا نړۍ غواړي چې دا مساله په سمه توګه حل كړي."
سره له دې، چې د انتخاباتو د شكايتونو د اورېدلو كميسيون وايي، د مشكوكو رايو په اړه يې خپله څيړنه بشپړه كړې ده، خو د دې څيړنې نتيجه په رسمي توګه نه ده اعلان شوې او د انتخاباتو كميسيون هم وايي، چې دوى ته تر اوسه نه ده رسيدلې.
ځينې ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې د مشكوكو رايو د څيړنې په نتيجه كې د ولسمشر حامد كرزي رايې له پنځوس فيصدو راكمې شوي دي او ښايي دويم دور انتخابات ترسره شي.
روان حالت خلك هم انديښمن كړي دي او د انتخاباتو د وروستيو نتايجو اعلان ته سترګې پر لار دي.