د فرانسې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د جمهوري رياست له كانديدانو څخه غوښتنه وكړه، چې د انتخاباتو د كميسيون پرېكړه ومني.
برنارد كوشنر له كابل څخه د خپلې ليدنې په دوهمه ورځ نن خبريالانو ته وويل، چې ده له ولسمشر كرزي او ډاكټر عبدالله سره ليدلي او د افغانستان د لانجمنو انتخاباتو په اړه يې ورسره خبري كړي.
ښاغلي كوشنر څرګنده كړه، چې هېواد يې په افغانستان كې پراختيا او اقتصادي وده غواړي او په دې هڅه كې دى، چې له دې هېواد څخه د فقر ټغر ټول شي.
فرانسه دا مهال په افغانستان كې كابو څلور زره عسكرلري، د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير ټينګار وكړ، چې فرانسوي سرتيري به په دې هېواد كې خپل ماموريت ته دوام وركړي.