البراعي وايي د ایران د اټومې لانجې د حل لپاره مستقېمې خبرې په کار دي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر وايي د ایران او امریکا تر منځ د تهران د اټومي لانجې په اړه پرته له مخکې نه مخکې شرطونو د مستقیمو خبرو ترسره کیدل د حل یوازینۍ لار ده.

محمد البرادعي وویل پر ایران باندې نور بندیزونه به د تهران د اټومي پروګرام شخړه لاپسې پراخه کړي.

نوموړي دا څرګندونې د هنګري له یوې ورځپاڼې سره د ایران د اټومي پروګرام په باب خپلو څرګندونو کې کړي دي.

البرادعيي ویلي هغه خوشبینه دی چې راتلونکې اونۍ به د ایران او د نړی د شپږو سترو قوتونو تر منځ په بهر کې د ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه خبرې او موافقې ته رسیدل به د تهران د اټومي پروګرام په اړه د نورو مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي.