نن هندوانو په مشرانو جرګه كې خپل يو لړ شكايتونه، دولتي مقاماتو ته واورول

هندوانو ويل، د دوى درمسالونه ويجاړ، د شمشان يا هندو سوزلو ميدانونه يي غصب شوي، ځانګړي ښوونځي نه لري، مذهبى ورځې يې په مطبوعاتوكې نه خپريږي او سربېره پردې، دوی په ځينو سيمو كې تهديديږي هم.

د مشرانو جرګې د مذهبي امورو كميسيون د دوی ستونزې له دولتي چارواكو سره، چې (( هغوى هم غونډى ته بلل شوي و ))، شريكې كړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ، ښاري پراختيا، پوهنې، عامې روغتيا، اوبو او برېښنا د وزارتونو مرستيالانو، ورسره ژمنې وكړې، چې د دوی پر ستونزو به غور وكړي او مربوطو ارګانونو ته به سپارښتنې وكړي، چې ژر تر ژره د دوى ستونزې رسمي او اسانيتاوی ورته برابرې كړي.