په نړۍ کې د خامو تیلو بیه پورته شوه

د نړۍ په بازارونو کي د خامو تیلو بیه د یوه کال په مودې کي تر ټولو جګي سطحي ته ورسیده.

د تیلو د بیو په لوړیدو سره دا هیلې هم پیدا شوی چي د نړۍ اقتصادي وضعه مخ په ښه کیدو ده.

د جمعي په ورځ د نیویارک د اسهامو په بازار کي یو بیرل خام تیل ۹۵ سنټه پورته شول او په اته اویا ډالرواو ۵۳ سنټو پلورل کیده.

د تیلو بیه وروسته له هغي پورته شوه چي د جمعي په ورځ د امریکا د حکومت په ارقامو کي وښودل شوه چي پدي هیواد کي د سټتمبر میاشت کي صنعتي تولید د دریمې پرله پسي میاشتي لپاره زیات شویدی.

پدي توګه دا هیلې پیدا شوي چی تولیدي او صنعتي سکتور د رکود له حالت څخه د وتلو په حال کي دی.