تمه ده نن به د انتخاباتي شکایتونو کمیسون د خپلو څېړنو نتایج اعلان کړي

تمه ده چی د افغانستان د انتخاباتو چارواکي به د اسد د ۲۹ نیټي د انتخاباتو نتیجی اعلان کړي او د دوهم ځلي انتخاباتو د کیدو یا نه کیدو خبره به هم معلومه شي.

ویل کېږي چي د ملګرو ملتونو له خوا جوړ شوی د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون به په انتخاباتوکي د درغلیو د ادعاو په اړه د خپلو څیړنو راپور نن په ډاګه کړي.

د انتخاباتو په لومړینو نتیجو کي ښودل شوي وه چی حامد کرزي په سلو کي ۵۴ اعشاریه ۶ رای وړي دي.

که چېرې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د حامد کرزي رايې له پنځوسو څخه کمي اعلان کړي نو په هغه صورت کي به یې له نږدي سیال ډاکټر عبدالله سره په دويم ځلي انتخاباتو کي د ګډون ضرورت رامنځ ته شي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجي ته منتظر دی او وروسته به دي هیواد ته د نورو عسکرو د استولو پریکړه وکړي.